English
Nur Mohammed Taraki

بسم الله الرحمن الرحیم


ګرانو وطنوالو:

د نورمحمد تره کی بریښنا ټال پاڼه (ویب پاڼه) د دی وطنی شخصیت د ښه پیژندولپاره د یو لړ ځوانو افغانانو او د نورمحمد تره کی د فکری بنیاد په مرسته په داسی حال کی خپریږی چی دده په باب د خورا ډیرو منابعو له خوا د انصاف نه لری ناسم معلومات او تورونه خپریږی.

نورمحمد تره کی د نوی افغانستان د تفکر د بنسټ ایښودونکو په ډله کی راځی. دده په نوښت او ګډون د ویښ ځلمیانو ګوند او د خلکو دموکراتیک ګوندونه جوړشول. دغو ګوندونو د معاصر افغانستان د سیاسی جوړښت اساسات مینځ ته راوړل.نورمحمد تره کی د امانیه ددوری نه وروسته لمړنی شخصیت وو چی د هیواد په سیاسی ژوند کی یی د ټولو وروڼو ملیتونو د فعال او واقعی ګډون لپاره کار کاوو.

تره کی د معاصر افغانستان یو پیاوړی لیکوال او د پشتو ژبی پیاوړی ناول لیکونکی وو. دده لیکنی د هیواد درد او ستونځی انځورولی. دغه فکری دردونو تره کی مجبور کړ تر څو په سیاسی ډګر کی په مسلکی توګه ور ودانګی. برسیره پر شخصی٬ مالی او سیاسی ستونځو ده وکولای شول تر څو د وخت تر ټولو پیاوړی سیاسی ګوند جوړ کړی. که څه هم چی د تره کی مفکوری او نړی لید بریالی نه شو او ده په خپله هم ژوند پکی له لاسه ورکړ خونن ورځ دده تګلاره د راز راز ګوندونو او مشر انو له خوا په یوه او بل نامه د هیواد د بیا رغونی لپاره په کار لویږی بی له دی چی په دغو تګلارو کی د تره کی د نامه څخه کر واخیستل شی .

مونږ په نظر کی نلرو چی په سیاسی لوبو کی ګډون وکړو او یا هم د هیواد د حالاتو خبرونه هیوادوالو ته په نشر ورسوو. خو مونږ به هرومرو د هیواد حالاتو ته کتنی کوو او هغوی به د تره کی د نظریو پر بنسټ څیړو.

مونږ له ټولو هیواد والو او په تیره بیادده د ګوندی ملګرو څخه هیله کوو تر څو د تره کی په باب د خپل ژوند تجربی او کیسی مونږ ته را ولیږی. د پاڼی مسوولین به دا حق ولری تر څو د پاڼی د روحیی سره سم مطالب را غونډ کړی. مونږ به د چاپ حق ددی پاڼی مسوولینو ته خوندی وساتو.

د پاڼی مسوولین به لیکونو ته ځواب نه وایی خو ستاسو غوره شوی لیکونه به ستاسو په نامه او یا هم ستاسو په غوښتنه په مستعار ډول نشر ته سپارل کیږی.

مونږ په نظر کی لرو چی د نورمحمد تره کی د ژوند او نړی لید پوره انځور ستاسو په مرسته وکاږو. دغه شخصیت ددی حق لری تر څو د معاصرو لخوا په عادلانه توګه وڅیړل شی.

دغه پاڼه به د تره کی په شان د وروڼو ملیتونو د ورورولی غږ پورته کوی او د هری خپرونی مخه به نیسی چی مقصد یی د ژبنی٬ مذهبی او فرهنګی جلا والی وی.

د لوی خدای په برکت او ستاسو د قلم په وجه به مونږو کولای شو په دی مقصد بریالی شو.

والسلام

 

د تره کی بست ته مرسته وکړی. ستاسو مرسته به د مترقی قوتونو د غږ د جګولو لپاره وسیله وګرځی.